CRI Online

چین: سیاسي بهیر د سوریې مسئلې د حل یوازنۍ لار ده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-11 10:20:10

د م م د بشري حقوقو شورا د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه د سوریې مسئلې یوه غونډه جوړه کړه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي لیو هوا په دې غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د سوریې خلک په دې وروستیو کلونو کې د جګړې په اور کې راګیر شوي دي نو د خلکو اساسي حق یعنی د ژوند حق خوندي نه دی. سوله او ارامتیا د بشري حقوقو بنسټیز ضمانت دی نو سیاسي بهیر د سوریې مسئلې د حل یوازنۍ لار ده.

ــــــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای