(په کوريا جمهوريت کې)
د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۰ مه نېټه د نوي کورونا ويروس په اړه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې، د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د مارچ د ۱۰مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه پرته په ۱۰۹ هېوادونو کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر۳۲۷۷۸ ته او د مړه شويو کسانو شمېر ۸۷۲ ته رسېدلی دی. د اخته شويو کسانو شمېر د مارچ د ۹ مې نېټې په پرتله ۴۱۰۵ زيات او د مړه شويو کسانو شمېر د روانې مياشتې د ۹ مې نېټې په پرتله ۱۸۶ زيات شوی. برونی، مغولستان، قبرس، ګوېرنسی او پاناما د لومړي ځل لپاره د روغتيا نړيوال سازمان ته د دغې ويروس له امله د رامنځته شوې ناروغۍ وضعيت بيان کړ.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |