CRI Online

د روسيې او ترکيې پوځي استازو د سوريې په ادليب ايالت کې د ګډې ګزمې په اړه خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-11 10:26:16

پر ځايي وخت د مارچ په ۱۰ مه نېټه د ترکيې د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روسيې پوځي استازي د دغه هېواد پلازمېنې انقرې ته رسېدلي دي او د دواړو هېوادونو استازو د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه د سوريې په ادليب ايالت کې پر اوربند په اړه شوې موافقې پر سر خبرې اترې وکړې. دغه کتنه د ترکيې په دفاع وزارت کې تر سره شوې.

د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مارچ په ۵ مه نېټه د سوريې په ادليب ايالت کې پر اوربند موافقې ته ورسېدلي. د دغې موافقې له مخې به په ادليب ايالت کې د M4 سړک پر جنوبي او شمالي غاړو د ۶ کيلومترو په قلمرو کې امنيتي دهليز جوړ شي . د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه به د روسيې او ترکيې عسکر د ياد سړک پر غاړه ګډې ګزمې شروع کړي. د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه به له دغې موافقې سره سم د امنيتي دهليز په اړه مشورې وکړي او په ۷ ورځو کې به موافقې ته ورسېږي.

د ترکيې خبري اژانس له مخې، د دواړو هېوادونو پوځونه به د ګډې ګزمې په موخه پر کارونکې تکنالوژۍ هم مشورې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای