CRI Online

د روسيې انرژۍ وزير: روسيه توان لري چې د اومو نفتو توليدي اندازه په هره ورځ کې ۵۰۰ زره بېرله زياته کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-11 11:26:15

د روسيې انرژۍ وزير الکساندر نواک د مارچ په ۱۰ مه نېټه وويل چې دغه هېواد په لنډمهال کې د اومو نفتو د توليدي اندازه په هره ورځ کې له ۲۰۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو بېرلو پورېزياته کړي او په راتونکي کې به دغه اندازه ۵۰۰ زره بيرلونه زياته کړي. هغه وويل چې د سعودي عربستان د نفتو دولتي شرکت دخپور شويو مالوماتو له امله د نفتو بيه کمه شوې ده. هغه زياته کړه چې څو مياشتې وروسته به د نفتو بيه ثابته شي. هغه دې ته اشاره وکړه چې که څه هم په اوپېک غونډه کې د اومو نفتو د کمولو په اړه موافقې نه ده تر لاسه شوې خو د روسيې او اوپېک او نورو هېوادونو تر منځ همکارۍ به لا هم دوام ورکړي.

د روانې مياشتې په ۶ مه نېټه د نفتو د توليدونکو هېوادونو سازمان يعنې اوپېک د نفتو د توليدي اندازې د کمښت تړون تر لاسه نه شو او سعودي عربستان اعلان وکړ چې دغه هېواد به د اومو نفتو توليدي اندازه زياته کړي. له دې امله د روانې مياشتې په ۹ مه نېټه په نړۍ کې د نفتو بيه ۳۰ سلنه کمه شوې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای