پر ځايي وخت د مارچ په ۱۰ مه نېټه چين د روغتيا له نړيوال سازمان سره په رسمي ډول د مرستې تړون لاسليک کړ او چين به د دغې تړون له مخې د روغتيا نړيوال سازمان ته ۲۰ مليونو ډالره مرسته ورکړي او ياده مرسته به په هغو هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ولګول شي چې طبي او روغتيايي سيستم يې خراب دی.
د دې تړون تر لاسليک وروسته د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د چين ستاينه وکړه او ويې ويل چې چين په نړۍ کې د نوي کرونا ويروس د مختيوي او کنترول په مهم وخت کې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړه.
هغه وويل چې د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې دې د چين له تجربو څخه استفاده وشي. په چين کې پر دې ويروس د اخته شويو کسانو شمېر په څرګنده ډول کم شوی. لامل دا ده چې د چين حکومت په ښه توګه لارښوونې کړې او ټولو چينايانو يو له بل سره همکارۍ وکړې. هيله ده چې نور هېوادونه به د چين تجربې زده کړي او په خپلو هېوادونو کې دغه ويروس کنترول کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |