CRI Online

بېلا بېل هېوادونه بايد د خپلو ځانګړتياووسره سم د بشري حقونو د ساتنې مناسبې لارې غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-11 11:45:55

د م م د بشري حقوق شورا د ۴۳ مې غونډې په يوه مباحثوي ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقوقو ځانګړي استازي ليو هوا په خپله وينا کې وويل چې بشري حقوق د ټول بشر ګډه هيله ده او چينايان غواړي چې هر کس خپل بشري حقوق ولري. خو د بشري حقونو د ساتنې په اړه د لوېدېو هېوادونو لار يوازنۍ لاره نه ده او بېلا بېلې هېوادونه دې د خپلو ځانګړتياووسره سم د بشري حقونو د ساتنې لپاره مناسبې لارې غوره کړي.

هغه وويل چې د چين حکومت په شينجيانګ کې يو لړ تدبيرونه عملي کړي چې له امله يې په شينجيانګ کې امنيتي حالات ډېر ښه شوي او د بېلا بېلو قومونو بشري حقوق وساتل شوي دي. چين له دې څخه هرکلی کوي چې د م م د بشري حقوقو لوړ پوړې کميشنرې ميشيل باچليټ به په روان کال کې چين ته سفر وکړي او له شينجيانګ څخه به هم ليدنه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای