د ايران د اېرنا خبري اژانس (IRNA) د خبر له مخې، د دې هېواد د اسلامي شورا مشر علی لاريجاني پر ځايي وخت د مارچ په ۱۰مه نېټه د بېلابېلو هېوادونو د پارلماني ټولنې (Inter-Parliamentary Union -- IPU) په شمول نړيوالو سازمانونو او د يو شمېر هېوادونو د جرګو مشرانو ته پيغامونه ولېږل، او له نړيوالې ټولنې څخه يې هم وغوښتل چې له امريکا څخه وغواړي چې سمدلاسه پر ايران د طبي بنديزونو په شمول ټول بنديزونه لغوه کړي.
نوموړي وويل، پر ايران د امريکا بنديزونه د بشريت ضد بنديزونه دي. د ايران پر طبي سامان الاتو، درمل جوړونې او لابراتورونو باندې د امريکا بنديزونه له نوي کرونا ويروس سره په مبارزې کې د دې هېواد لپاره يو لوی خنډ دی.
په ۲۰۱۸ کال کې امريکا اعلان وکړ چې د ايران له اټومي تړون څخه ووتله او ورپسې يې پر ايران باندې بيا بنديزونه ولګول او د ايران ټول پولي سيستم تر بنديز لاندې دی، نو د طبي سامان الاتو د واردولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |