CRI Online

د چين د خارجه وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړی استازی: د بشري حقونو چارې دې سياسي رنګ و نه لري.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 09:33:15

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د ۴۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقونو مسئلې عادي بحث تر سره شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړي استازي ليو هوا د ياد بحث په ترڅ کې څرګنده کړه چې بشري حقونه د ځينو هېوادونو ځانګړی صلاحيت نه دی او د نورو هېوادونو په سياسي چارو کې دې د لاسوهنې يوه وسيله و نه ګرځي. د لويديځې نړۍ د خوښۍ موډل د بشري حقونو د ضمانت يوازنۍ بڼه نه ده، بلکې مختلف هېوادونه بايد له خپلو واقعيتونو سره سم خپله لار غوره کړي.

زياتو هېوادونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د ځينو هېوادونو ډلو د ويناوو په ترڅ کې له چين څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او له بېلا بېلو خواوو څخه يې د م م منشور د موخو او اصولو د مراعاتولو غوښتنه وکړه. دوی دغه خبره بيا تکرار کړه چې د بشري حقونو شورا دې پر عيني، عادلانه او رغنده اصولو ټينګار وکړي، د بشري حقونو مسئلې دې سياسي رنګ و نه لري، دوه ګونې معيارونه دې ليرې کړي او پر ځينو هېوادونو د څرګند فشار له اچولو سره دې مخالفت وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای