CRI Online

د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال اسحاق جهانګيري پر ناول کورنا ويروس اخته کېدل تشخيص شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 10:20:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال اسحاق جهانګيري د مارچ په ۱۱مه نېټه پر ناول کورنا ويروس اخته کېدل تشخيص شوی او اوس د قرنطين په حال کې دی.

د ايران د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د نوموړي تر څنګ د کابينې دوه غړي په همدې ورځ پر ياد ويروس اخته کېدل هم تشخيص شوي دي.

د فبرورۍ له ۱۹مې نېټې راهيسې د ايران د روغتيا وزارت مرستيال ايرج حريرچی، د ولسمشر مرستياله معصومه ابتکار او د پارلمان څو غړي پر ياد ويروس اخته شوي دي.

د دغه هېواد د روغتيا وزارت په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې د همدې ورځې تر سهار پورې په ايران کې پر ناول کورنا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۰۰ ته رسېدلی چې له دې جملې نه ۳۵۴ تنه مړه شوي او ۲۹۵۹ تنه روغ شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای