CRI Online

د هانکانګ ملکي استازې د بشري حقونو په شورا کې د هانکانګ رښتيني معلومات بيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 10:24:17

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د مارچ په ۶مه او ۱۱مه نېټه په چين کې د م م د ټولنې استازې لين لين چې د دغه هېواد د هانکانګ د خاصې اداري سيمې اوسېدونکې ده، د م م د بشري حقونو شورا د ۴۳ مې کلنۍ غونډې په ترڅ کې يوه وينا وکړه او د هانکانګ رښتيني معلومات يې وړاندې کړل.

مېرمن لين لين څرګنده کړه چې له تېرو ۹ مياشتو راهيسې په هانکانګ کې د تش په نامه بشري حقونو ګارډ د ازادۍ په پلمه يو لړ نښتې جوړې کړې او پر هغو کسانو يې بريدونه وکړل چې له دوی سره سياسي اختلاف نظر لري او سرزورۍ ته يې مخه کړه.

هغې دا هم وويل چې هانکانګيان له خپل وطن سره مينه لري او د زور چلونکو پر وړاندې به بيا زغم و نه کړي. د وينا ازادي دې د زور چلونکو لخوا د بريد کولو پلمه و نه ګرځي او د بشري حقونو شورا دې د وينا ازادۍ د ساتلو په برخه کې بېل معيارونه و نه لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای