CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: له چين نه په بهر کې پر ناول کورنا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۳۷ زرو نه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 10:26:15

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۱مه نېټه د ناول کورنا ويروس د خپرېدو په اړه وروستي ورځنی رپوټ خپور کړ چې له مخې يې د اروپا د منځنۍ برخې پر وخت د ۱۱مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې له چين نه بهر په ټولو ۱۱۴ هېوادونو او سيمو کې ټول ۳۷۳۷۱ تنه پر ياد ويروس اخته کېدل تشخيص شوي او ۱۱۳۰ تنه له دې امله مړه شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تېدروس ادهانوم ګېبرېيسو د همدې شپې په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د ناول کورنا ويروس د خپرېدو اوسنی پراخوالی او سختوالی د انديښنې وړ دی او له بېلا بېلو ځانګړتياوو سره سم دغه ويروس اوس په ټوله نړۍ کې ډېر مروج او همه ګير بلل کېږي. په راتلونکو څو اوونيو کې ښايي د ناروغانو، مړو او اغېزمن شويو هېوادونو او سيمو شمېر لا هم زيات شي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم د ناول کورنا ويروس په اثر د سږي ناروغي په "pandemic " بلل شوی، خو د دې ساري ناروغۍ د خطر په اړه د روغتيا نړيوال سازمان ارزونه به بدل نه شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای