سين هوا اژانس د عراق د پوځي مقاماتو په قول خبر ورکړ چې د دغه هېواد پلازمېنې بغداد شمال ته د امريکايي ځواکونو يوه پوځي اډه په همدې ورځ د راکټونو له بريد سره مخامخ شوه، خو هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په دغه پوځي اډه کې د عراقي پوځيانو د روزلو لپاره امريکايي پوځي افسران او سرتېري ميشت دي.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې ۱۰ " کتيوشا" راکټونه د ۱۱مې نېټې په شپه پر يادې پوځي اډې توغول شوي دي. د عراق امنيتي ځواکونو ور پسې د بغداد په شمال کې يو موټر کې د راکټ توغولو دستګاه او ۳ دانې راکټونه پيدا کړل. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |