CRI Online

زياتو هېوادونو د ناول کورنا ويروس د مخنيوي لپاره خپلو قلمرو ته د بهرنيانو پر ننوتلو محدوديت لګولی.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 11:20:41

د امريکا په شمول زياتو هېوادونو تد ناول کورنا ويروس د مخنيوي لپاره خپلو قلمرو ته د بهرنيانو پر ننوتلو محدوديت لګولی او د چمتوالي کچه يې هم لوړه کړه.

د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به له ۱۳مې نېټې څخه خپله دروازه له برېتانيا پرته د ټولو اروپايي هېوادونو اتباعو لپاره د ۳۰ ورځو لپاره وتړي.

د هند د رسنيو د خبر له مخې، په دغه هېواد کې پر ناول کورنا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۸ ته رسېدلی چې زياترو يې په نژدې موده کې بهر ته سفرونه کړي دي. نو له دې کبله هند حکومت د ۱۱مې نېټې په شپه پرېکړه کړې چې له ۱۳مې نېټې نه د ټولو بهرنيو سيلانيانو ويزې لغوه کړي.

د لبنان صدر اعظم حسان دياب هم اعلان وکړ چې د ياد ويروس د مخنيوي لپاره به ايتاليا، ايران، جنوبي کوريا او چين ته پروازونه بند کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای