CRI Online

د امريکا د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز مدير: په امريکا کې پر انفلونزا د اخته شويو ناروغانو د مړينې رښتينی لامل نوی کرونا ويروس دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 16:40:46

د نوي کرونا ويروس په اړه د امريکا د ولسي جرګې په يوه ناسته کې چې د مارچ په ۱۱مه نېټه تر سره شوه، ځېنو ګډون کوونکو په امريکا کې د دغه ويروس پر ناورغۍ د اخته کېدونکو ناروغانو لپاره د پلټنې اتومات الو د کمښت په اړه د دغه هېواد د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز له مدير روبرټ ريډفيلډ څخه پوښتنه وکړه چې په امريکا کې پر انفلونزا د ځېنو اخته شويو ناروغانو د مړينې رښتينی لامل نوی کرونا ويروس دی او که کوم بل عامل لري؟ مدير روبرټ ريډفيلډ ځواب ورکړ چې دغه حالت په امريکا کې شتون لري.

د امريکا CBS د مارچ په ۹مه نېټه خبر ورکړ چې د ياد مرکز په تازه راپور کې اټکل شوی چې تر اوسه پورې د انفلونزا د خپرېدو په روان فصل کې کابو ۳۴ مليونه کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او کابو ۳۵۰ زره کسان په روغتونونو کې تداوي شوي، بر سېره پردې، د ۱۳۶ ماشومانو په شمول کابو ۲۰ زره کسان د انفلونزا له امله مړه شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای