CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د بشري حقونو مسئلې په پلمه دې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 20:20:11

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۱مه نېټه د ۲۰۱۹م کال لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقونو راپور خپور کړ. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دغه راپور د خپرېدو په ناسته کې د چين پر بشري حقونو او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې پر اداري تګلارې نيوکه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۱۲مه نېټه په دې اړه وويل، چې دغه راپور او د مايک پومپيو وينا له سياسي درواغو او ايډيولوژيکو تعصباتو څخه ډک دی، نو موږ ورسره ټينګ مخالفت کوو. د چين حکومت تل د بشري حقونو ساتنې او پرمختګ ته پاملرنه کوي. د نوي چين له جوړېدو راهيسې، په چين کې د بشري حقونو چارو سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د چين د بشري حقونو حالت اوس د تېر په پرتله ډېر ښه دی. نړيواله ټولنه هم يادې لاسته راوړنې مني او د امريکا ځېنې کسان د څو خبرو او يو راپور له لارې رښتيا نه شي بدلولی. د شيجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي، نو هيڅ بهرنۍ خوا پکې د لاسوهنې واک نه لري. د چين حکومت د قوانينو له مخې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې لپاره تدبيرونه نيسي او د بېلا بېلو قومونو د خلکو ملاتړ او د نړيوالې ټولنې ستاينې يې تر لاسه کړې دي. امريکا په دې اړه د ارزونې واک نه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای