د چين د طب او روغتيا ملي کمېټې وياند مي فنګ د مارچ په ۱۲مه نېټه وويل، چې په چين کې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرېدو لويه څپه تېره شوې ده، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو دی او د دې ناروغۍ د خپرېدو حالت په لوړه کچه کنترول شوی دی.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې اوس په نړۍ کې دغه ساري ناروغي په چټکه توګه خپريږي، چين دغه حالت ته پاملرنه کوي او د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه د بېلا بېلو هېوادونو پر اوږو پروت فشار احساسول شي. چين غواړي چې په مداومه توګه د روغتيا له نړيوال سازمان، اړوندو هېوادونو او سيمو سره اغېزمنې همکارۍ وکړي او له دې ناروغۍ سره د نړيوالې مبارزې لپاره خپل خدمتونه وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |