CRI Online

لي که چيانګ د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د کارونو لارښوونکي ګروپ د يوې ناستې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-12 20:55:05

د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د کارونو لارښوونکي ګروپ د مارچ په ۱۲مه نېټه يوه ناسته جوړه کړه. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دغې ناستې مشري وکړه. په دغه ناسته کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وشوه چې د دغه ويروس د خپرېدو حالت له مخې په بېلا بېلو سيمو او کچو د وقايوي کارونو او د خلکو د ژوند او کار د بيا اعادې د تامينولو لپاره دې هڅې وکړي، له نورو هېوادونو څخه چين ته او بيا له چين څخه نورو هېوادونو ته د دغه ويروس د خپرېدو مخه دې ونيسي، له ستونزمنو کسانو سره دې لا زياتې مرستې وکړي او د کار او توليد د بيا پيل بهير دې چټک کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای