CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د م م له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-13 09:58:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نيټې په ماښام د م م له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره ټليفونې خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل چې د نوي ډول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته تاسو ما ته د خواخوږۍ پيغام استولی، د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په باره کې مو د چين د تدبيرونو لوړه ستاينه کړې او څو څو ځله مو په خپلو ويناوو کې د چين له هلو ځلو څخه ملاتړ څرګند کړی. زه له تاسو څخه ډېره مننه کوم. له نه ستومانه کيدونکو کوښښونو وروسته په چين کې د ساري ناروغۍ د کنټرول حالت په پر له پسي توګه ښه شوی دی او د توليدي چارو او د خلکو د ژوند نظام د بېر ته عادي کېدو په حال کې دی. هغه وويل چې په دې وروستيو ورځو کې ساري ناروغۍ په زياتو هېوادونو کې رامنځته شوی چې دا حالات د انديښنې وړ دي. نړيواله ټولنه بايد د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره ژر فعاليتونه تر سره کړي او له دې ويروس څخه د نړۍ د ژغورنې لپاره همکاري وکړي. چين غواړي چې له اړوندو هېوادونو سره خپلې تجربې شريې کړي، د دوا او واکسين د څيړنې کارونه تر سره کړي او له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ساري ناروغۍ د خپرېدو حالت پکې د انديښنې وړ دی. چين د م م او د روغتيا د نړيوال سازمان ملاتړ کوي چې د نړيوالې ټولنې هڅونه وکړي چې تګلارې همغږۍ کړي، پانګونې زياتې کړي او له هغو پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي چې د روغتيا سيستم يې کمزور دی.

انټونيو ګوټريس په چين کې پر کرونا ويروس ناروغۍ د اخته شوو ناروغانو شمېر د ډېر کموالي په هکله خوښي څرګنده کړه او له دې امله يې شي جين پينګ ته مبارکۍ ورکړه. هغه وويل، زه باور لرم چې چين د ټينګ هوډ او قوي توان له مخې نه يوازې ژر ساري ناروغۍ ته ماتي وکړي او اقتصادي نظام هم ژر اعاده کړي. م م له چين څخه مننه کوی چې چين د ساري ناروغۍ ضد مبارزه له اړوندو هېوادونو سره مرسته کوي، د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې له پرمختيايي هېوادونو سره خپلې تجربې شريکوي او د طبي موادو او درملو په شمول ورسره مرستې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای