د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۲مه نېټه د يوې تازه شميرنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې له چين پر ته نورو هېوادونو کې د کرونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر ۴۴۰۶۷ تنو ته ورسيد.
د راپور له مخې له چين پر ته نورو هېوادونو کې د مارچ تر دوولسمې نيټې پورې په يوه ورځ کې پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر د يوه ورځ مخکې په پرتله ۶۷۰۳ تنه زيات شوی، د دغې ناروغۍ له امله د مړه شوو کسانو شمېر د يوې ورځ مخکې په پرتله ۳۱۰ زيات شوی او ۱۴۴۰ ته ورسيد.
په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۵۰۴۸ او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۶۱۳ ته رسيدلی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |