CRI Online

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د دغه هېواد له پوځ څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي لپاره دې طبي او درمليزه څانګه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-13 10:04:31

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د مارچ په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد نظامي ځواکونو ته حکم وکړ چې يوه طبي او درمليزه څانګه جوړه کړي تر څو د کرونا ويروس ساري ناروغۍ ضد کارونه بياوړي کړي.

خامنه يي په همدې ورځ د ايران د ځواکونو لوی درستيز جنرال محمد حسين باقري ته ياد حکم وکړ. هغه وويل چې د ايران پوځ بايد د طبي او درمليزې څانګې تر لارښوونې لاندې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول کارونه تر سره کړي او له دولتي او روغتيايي څانګو سره دې همکارۍ وکړي. طبي او درمليزه څانګه بايد اړين خدمتونه تر سره کړي او د درملنې پر عملي کولو او طبي مرکزونو پر جوړولو سربېره دې د ويروس د مخنيوي په چارو کې هم رول ولوبوي.

د ايران د روغتيا وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د همدې ورځې تر غرمې پورې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شوو نارغاونو عمومي شمېر ۱۰۰۷۵ و، ۴۲۹ تنه مړه شوي او ۳۲۷۶ تنه روغ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای