CRI Online

کارپوه وايي چې د طالب بنديانو خوشې کېدل ممکن بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-13 10:06:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې، يوه سيمه ييز کارپوه وايی ، افغان حکومت او طالبان د سه شنبه په ورځ د ټاکل شويو بين الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو ترسره نه کړ ، خو د طالب بنديانو خوشې کېدل ممکن دغو مذاکراتو ته لاره هواره کړی.

محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې له تر سره کېدو وروسته د سه شنبې په شپه د طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ چې د مارچ په ۱۴مه نېټه به د لومړۍ ډلې ۱۵۰۰ تنه بنديانه خوشی شي.

د ولسمشر غني لخوا د صادر شوي فرمان له مخې به شاوخوا ۵۰۰۰ تنه طالب بنديان ګام په ګام خوشی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای