CRI Online

بېجينګ به له تهران، توکيو، يوکوهاما او سيول ښارونو سره د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې لپاره د اړوندو مالونو مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-13 11:44:53

د مارچ په دوولسمه نېټه د بېجينګ ښار د بهرنيو چارو دفتر مرستيال منشي لي يي په يوه خبري ناسته کې وويل چې بېجينګ به په خپل ښار کې د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې د اړتياوو د تامينولو پر بنسټ د ايران تهران ښار، د جاپان د توکيو او يوکوهاما ښارونو او د کوريا جمهوريت د سيول ښار ته د ساري ناروغۍ د وقايې اړوند مالونه د بسپنې په توګه ورکړي چې په دغو ځايونو کې د ساري ناروغۍ په وړاندې کارونو کې رول ولوبول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای