د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته په چين کې د بي يا دي يعنې BYD په نامه د موټرو توليدي شرکت د فبرورۍ په اتمه نېټه اعلان وکړ چې ماسکونه او د ويروس مينځلو توکی به توليد کړي. تر اوسه پورې دغه شرکت هره ورځ ۵مليونه ماسکونه او ۳لکه ويروس مينځوونکي توکي توليدوي.
د ماسکونو جوړولو ماشينونو د کموالي له امله دغه شرکت په خپله دغه ډول ماشينونه جوړ کړل. د مالوماتو له مخې د ماسکونو جوړولو يو ماشين ۱۳۰۰ پرزې لري چې نوي سلنه يې د دغه شرکت لخوا په خپله توليديږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |