د چين د خبريالانو ټولنې په دې وروستيو ورځو کې د يوې ابلاغيې په خپرولو سره په امريکا کې د چيني خبريالانو په وړاندې د بې دليله تبعيضي کړنې سخته غندنه وکړه او له دې کار سره يې ټينګ مخالفت څرګند کړ.
د دغې ټولنې په ابلاغيه کې ويل شوي چې په دې وروستيو کلونو کې د امريکا دولت په دغه هېواد کې د چيني خبري رسنيو او خبريالانو په وړانې يو لړ تبعيضي تدبيرونه غوره کړي چې دا عمل د تش په نامه مطبوعاتو ازادۍ په هکله د امريکا د دوه ګوني معيار او پر نورو د بادارۍ خيال څرګندوی دی.
د چين د خبريالانو ټولنې څرګنده کړه چې امريکا پر چيني خبري رسنيو محدوديتونه زياته کړي، دغه هېواد ته د چيني خبريالانو د ننوتلو په اړه د ويزې اخيستلو په ترڅ کې تبيعضي تګلاره غوره کوي او په بېلا بېلو پلمو په امريکا کې د چيني خبريالانو پر مرکو محدوديت لګوي. د امريکا دغه کړنې په نورو هېوادونو کې د چيني خبريالانو له خوا د عادي او قانوني خبر جوړولو پر حقوقو تيری دی او د چيني خبري رسنيو او خبريالانو نومونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. د چين د خبريالانو ټولنې له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدستي د سړې جګړې نظر او ايډيالوژيکي تبيعض کړنې او سياسي غرضونه ختم کړي او په امريکا کې دې د چيني خبري رسنيو او خبريالانو د فعاليت عادي حقوق تامين کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |