CRI Online

چين نړۍ ته د ناول کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-14 15:35:58

په دې وروستيو ورځو کې ناول کرونا ساري ناروغۍ پېښې په زياتو هېوادونو کې رامنځته شوې چې دا حالات د انديښنې وړ دي. نړيواله ټولنه بايد د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره ژر تدبير تر سره کړي او له دې ويروس څخه د نړۍ د ژغورنې لپاره له يو بل سره همکاري وکړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نيټې په شپه د م م له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره ټليفونې خبرې وکړې او د دې په ترڅ کې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په اړه يې وړانديزونه وکړل.

د دغې ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته رئيس شي جين پينګ د ځينو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په نظريې ټينګار وکړ او د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا يې مهمه وبلله. اوسمهال د چينايان په نه ستومانه کيدونکو کوښښونو په ترڅ کې په چين کې د دې ساري ناروغۍ د کنټرولېدو حالت په پر له پسي توګه ښه شوی دی او د توليدي چارو او د خلکو د ژوند نظام د بېر ته عادي کېدو په حال کې دی. رئيس شي جين پينګ د ټليفونې خبرو په ترڅ کې له انټونيو ګوټريس څخه مننه وکړه او و يې ويل چې چينايان به د دغې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې ډېر ژر برياليتوب اعلان کړي او د پلان له مخې به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ موخه تر سره کړي. انټونيو ګوټريس په دې اړه وويل چې دا نه يوازي د چينايانو ګټو په اغېزمنتيا کې رول لري بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره به مهم خدمتونه تر سره کړي.

د چينايانو نه ستومانه کېدونکو هڅو په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره مهم خدمتونه کړي دي. چين به په اوسنيو حالاتو کې د دغې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای