CRI Online

دا ځل د نيويارک تايمز ورځپاڼې د چين د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په هکله رښتيا او حقيفتونه خپاره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-14 15:56:15

د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مارچ په ديارلسمه نېټه د اين جونسن له خوا ليکل شوې هغه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د لويديځو هېوادونو لپاره د ښه فرصت د برابرولو هڅې د پام وړ وې خو متأسفانه دغو هېوادونو دغه ښه فرصت چې درلوده يې له لاسه ورکړی دی.اين جونسن چې په چين کې يې د ډېرو کلونو لپاره ژوند کړی دی،په دې تبصره کې لويديځ هېوادونه غندلی دی. هغه چې همدا ناسم سياست د دې باعث شوی تر څو د ناول کرونا ويروس د خپرېدا او مخنيوي پر وړاندې هېڅ ګټورې تګلارې غوره نه شي او وخت چې درلودله ، له لاسه ور کړي.

هغه له بېجينګ او لندن څخه د دوه ځلې سفرونو په ترڅ کې د ناول کرون ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د چين او لويديځو هېوادونو له خوا د نيول شويو تدبيرونو د توپيرونو په هکله خپل نظرونه څرګند کړي او پر دې يې ټينګار کړی دی چې امريکا او ځيني اروپايي هېوادونه بايد له دې ويروس سره د مبارزې لپاره پوره او جدي تياريانې ونيسي،خو دوی د دې ويروس د مخنيوي لپاره هېڅ ګټورې او اغيزمنې کړنې نه دي تر سره کړې او د دې ويروس د مخنيوي لپاره يې هغه ښه فرصت چې درلود،له لاسه ورکړی دی او د چين اغيزمنو او تدبيرونو او ښو تجربو ته يې پاملرنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې له چين پرته د نورو هېوادونو شخصيتونه په تېره بيا د ځينو لويديځو هېوادونو شخصيتونه او سياستوال يوازې د چين سياسي نظام ته پاملرنه کوي، خو هېڅکله يې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې يې د چين د اغيزمنو تدبيرونو ته ونه کتل او په دې توګه يې ټيټه ارزونه وکړه.دوی دغو تدبيرونو ته هېڅ پاملرنه ونه کړله او په دې برخه کې يې په خپله هم هېڅ ګټور تدبيرونه نه دي نيولي چې دا د حيرانتيا وړ ده.د چين ډېر تدبيرونه د عامه وګړو د ګټو پربنسټ جوړاو نيول کيږي او د پاخه عامه سيسټم له لارې پلې کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای