CRI Online

پروفیسر لاری رومانوف: ایا ناول کورونا ویروس لومړی په امریکا کې رامنځته شوی دی، که نه؟

cri     (GMT+08:00) 2020-03-14 16:02:06

پروفیسر لاری رومانوف په دې وروستیو کې یوه لیکنه خپره کړه او لیکلي یی دي چې د ناول کورونا ویروس له پیښیدو وروسته د لویدیځو هیوادونو خبري رسنیو تر ډیرې اندازې پورې داسی راپورتاژونه وړاندې کړل چې دغه ویروس د چین د وو هان ښار په یو بازار کې رامنځته او خپور شو. خو حقیقت دا دی چې تر اوسه پورې د دغه ویروس سرچینه لاهم معلومه نه ده. مګر د جاپان د خبرونو له مخې د دغه ویروس سرچینې ښایي یوازې یوه او یا یو ځای نه وي. تر ټولو نه مهمه دا ده چې د جاپان او نورو هیوادونو د ځینو خبرونو له مخې دغه ویروس ښایي لومړی په امریکا کې رامنځته شوی وي.

د جاپان د اشاهي تلویزیون په فبرورۍ کې خبر ورکړی و چې د ناول ویروس اصلي ځای او سرچینه ښایي امریکا وي او په امریکا کې د هغو ۱۴۰۰۰ ناروغانو مړینې چې وایي لاملونه یې عادي او عامه انفلوینزا وه، دا شک کیږي ځینی کسان یی په ناول کورونا ویروس باندې اخته شوي اوسي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز د تیرې میاشتې په ۱۴مه نیټه اعلان وکړ چې دوی به په لاس انجیلیس، سان فرانسیسکو، سیټل، شیکاګو او نیویارک کې د اړوندو ناروغانو په اړه د ناول کورونا ویروس پلټنه وکړي. مګر یاد جاپاني تلویزیون دې ته اشاره وکړه چې که امریکا د پلټنو نتیجه خپره نه کړي نو هیڅوک به د ځینو مړو شویو ناروغانو په لامل پوه نه شي.

پروفیسر رومانوف په خپله لیکنه کې د دې یادونه هم کړې ده چې د تایوان یو مشهور کارپوه د تیرې میاشتې په ۲۷مه نیټه په یوه تلویزیون مرکه کې هم داسې ویلي و چې هغه د دغه ویروس د سرچینې په اړه اوږده موده پلټنه کړې ده. په تایوان کې د کورونا ویروس موډلونه یوازی په استرالیا او امریکا کې موجود دي. په تایوان کې هیڅ ناروغ د استرالیایانو له امله په ناروغۍ نه دی اخته شوی نو ویل کیږي چې د تایوان د ناروغۍ سرچینه امریکا ده.

پروفیسر رومانوف په خپله دې لیکنه کې یوه بېلګه وړاندې کړې چې د فبرورۍ په ۲۶مه نیټه د امریکا د (KJCT8) خبري ویبپاڼه یو خبر ورکړ چې د کلرادو ایالت د مونتروز ښار یوې اوسیدونکې Almeta Stone ویلي چې د دې خور د ناول کورونا ویروس له امله مړه شوې ده خو له تائید نه مخکې ډاکټر پر دې ټینګار کولو چې هغه د عادي او عامې انفلوینزا له امله مړه شوې. تر اوسه معلومه نه ده چې په امریکا کې دغسې پیښې څومره دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای