CRI Online

لي که چيانګ : اصلاحات او ورخلاصون دې لا ژور شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-14 16:59:27

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۳ مه نېټه په دې ټينګار وکړ چي اصلاحات او ورخلاصون دې لا ژور شي، د مصرف پټ قوت دې پياوړی شي، د بهرنيو سوداګريزو چارو او بهرنيو پانګو بنسټ دې ثابت شي او د اقتصادي پرمختيايي خوځنده ځواک اغېزې دې زياتوالی ومومي.

لي که چيانګ په همدې ورځ د چين مارکيټ فعاليت د خدمتونو له ډګر څخه ليدنه وکړه او د بهرنيو سوداګريزو چارو او بهرنيو پانګو له همغږي ميکانيزم څخه يې هم کتنه وکړه. هغه وويل چې د ناول کرونا ويروس له امله ساري ناروغۍ نړۍ له زياتو چلنجونو سره مخ کړې او په نړيوال ملکي مارکيټ کې هم ډېر بدلونونه رامنځته شوي. اوسمهال چين بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون لړۍ لا ژوره کړي. د ازادې سوداګريزې سيمې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلار دې لا پياوړې شي او نورې چارې په تېره بيا په ورخلاصون کې دې د خدمتي چارو ونړه پراخه شي. د بهرنيو سوداګريزو چارو او بهرنيو پانګو تګلاره دې ژر تر سره او عملي شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای