د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۴ مه نېټه د ايټاليا ولسمشر سيرګيو ماټاريلا ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس له امله د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو په اړه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د ايټاليا حکومت او خلکو ته يې د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده.
شي جين پينګ د خواخوږۍ په دې پيغام کې ويلي چې دا د چين او ايټاليا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو عمده تمايل دی چې په سختو حالاتو کې يو د بل ملاتړ او يو له بل سره همکارۍ کوي. د چين حکومت او خلکو د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په اړه د ايټاليا له کوښښونو ملاتړ کوي او چين غواړي له ايټاليا سره په دې برخه کې همکارۍ او ور سره مرسته وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |