د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا ملي کمېټې خبر ورکړ، چې د مارچ د ۱۳مې نېټې له صفر بجې څخه تر څلورويشتو بجو پورې، د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ په يونټونو کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شوو کسانو شمېر ۱۱ و، ۱۳ تنه مړه شوي او د نويو شکمنو کسانو شمېر ۱۷ تنه و. په همدې ورځ پر ناول کرونا ويروس ۱۴۳۰ تنه اخته ناروغانو درملنه بشپړه شوې او روغ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي، د ۴۱۰ سختو ناروغانو حالت ښه شوی او ۲۱۷۴تنه له ناروغانو سره نژدې تماس لرونکي له طبي څارنې څخه بريالي وتلي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |