CRI Online

د مالیې وزارت: د خلکو ژوند تامین دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-15 14:23:01

د چین د مالیې او ملکي چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه په یوه ګډه خبري ناسته کې دا څرګنده کړه چې له بې وزلو کسانو سره مرستندویه پیسې به اغیزمنې او کمې نه شي، زموږ سره د کومک او ضمانت پیسې کافي دي او مهمو سیمو ته به لازیاتې پاملرنې وشي، مرستندویه پیسې به په مستقیمه توګه د بې وزلو خلکو بانکي حسابونو ته ولیږل شي او ټول بې وزلی کسان دې تر پاملرنې لاندې دې ونیول شي. د مالیې وزارت د ټولنیز ضمانت ریاست مشر فوجین لینګ وویل چې د ناول کورونا ویروس د ناروغانو لګښت به د حکومت له خوا ورکړی شي. هغه دا هم وویل چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې حکومت یو ملیارډ ۶۹۰ ملیونه لنډمهالې مرستندویه پیسې ورکړي دي چې ۳۱ ملیونو تنو کسانو ترې ګټې ترلاسه کړې دي. د دې ترڅنګ د عامې روغتیا ملي کمیسیون او د زړو کسانو چارو دفتر غوښتنه هم کړې ده چې باید د هغو ډاکټرانو د لوړعمرلرونکو غړو لپاره دې ښه خدمتونه ترسره شي چې د ناول کورونا ویروس سره په مبارزه بوخت دي.

ــــــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای