د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۶مه نېټه په ((چيو شه)) مجله کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله (( د ناول کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د مبارزې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره بايد پياوړې علمي تکنالوژي برابره شي )) خپره شوه.
په دې مقاله کې پر دې ټينګار شوی چې علمي تکنالوژي له ناروغيو سره د انسانانو په مبارزو کې تر ټولو ځواکمنه وسله ده، نو د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه علمي څېړنې بايد د يوې مهمې او بېړنۍ دندې په توګه وټاکل شي او ژر تر ژره دې د علمي څېړنو له لارې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په چارو کې مهمې او ستونزمنې مسئلې حل شي.
په دې مقاله کې راغلي چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه نړيوالې همکارۍ بايد پياوړې شي. عام طب او روغتيا د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده او د بېلا بېلو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري. په زياتو هېوادونو کې د دې ناروغۍ پېښې رامنځته شوې، نو د روغتيا له نړيوال سازمان سره بايد د معلوماتو تبادلې زياتې شي، د درملو، واکسين او ازمايښت په برخو کې بايد د اړوندو هېوادونو ترمنځ د علمي څېړنو همکارۍ پياوړې شي او اړوند معلومات بايد له يو بل سره شريک شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |