CRI Online

جنوبي افريقا په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس ناروغي "ملي ناورين" وباله

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 11:37:27

ګرانو اورېدونکو، نننۍ تبصره مو په جنوبي افريقا کې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ ته ځانګړې کړې ده. د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا پر ځايي وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې په ماښام اعلان وکړ چې په دغه هېوا کې خپره شوې د نوي کورونا ويروس ناروغي يو "ملي ناورين" دی او حکومت به د سفر بنديز په ګډون يو شمېر نور اقدامات پلي کړي.

د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې تر غرمې وروسته له يادې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کابينې بيړنۍ غونډه تر سره کړه او د نوي کورونا ويروس ناروغي يې د ملي ناورين په نوم ياده کړه او حکومت يې په پام کې لري چې د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول کچه لوړه کړي.(اواز ۱)

د جنوبي افريقا د ناورين او بيړنيو پېښو ضد ادارې له مقرراتو سره سم ، زه اوس د نوي کورونا ويروس ناروغي د 'ملي ناورين' په توګه اعلانوم. دا به زموږ سره مرسته وکړي چې د ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي او کنټرول لپاره د دغه ناورين د مخنيوي اداري ميکانيزم جوړ کړو او د ناروغۍ منفي اغېزه به کمه کړو. په عين وخت کې دا اعلان زموږ سره دا مرسته هم کوي چې بيړنی ، ګړندی او مؤثر سيستم رامنځته کړو.

سيريل رامافوسا وويل چې په جنوبي افريقا او نورو هېوادونو کې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د سخت وضعيت له هر اړخيز تحليل وروسته ، د جنوبي افريقا حکومت پرېکړه وکړه چې دغه هېواد ته د سفر بنديز په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي ترڅو په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ اغېزه کمه کړي.(اواز ۲)

موږ به جنوبي افريقا ته د ايټاليې ، ايران ، کوريا جمهوريت ، هسپانيې، جرمني ، امريکا ، بريټانيې او چين په ګډون د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د لوړ خطر لرونکو هېوادونو اتباعو د ننوتلو مخه ونيسو . دغه بنديز به د مارچ په ۱۸مه نېټه نافذ شي.

بر سېره پر دې، د جنوبي افريقا حکومت نور اقدامات هم په نظر کې نيولي: د مارچ له ۱۶مې نېټې څخه به د دغه هېواد له ۵۳ ځمکني بندرونو نه ۳۵ بند کړي ، حکومتي چارواکي به بهر ته د خلکو د تګ مخه ونيسي او په دغه هېواد کې دننه به د خلکو غير ضروري سفر محدود کړي. حکومت غواړي چې په لاريونونو بنديز ولګوي او د فسټيوال لمانځغونډې لغوه کړي او ښوونځي به د مارچ له ۱۸مې نېټې څخه د اپريل تر نيمايي پورې وځنډوي.

ولسمشر سيريل رامافوسا زياته کړه چې د جنوبي افريقا په اقتصاد باندې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ منفي اغېزه لا دمخه څرګنده شوې. (اواز ۳)

په تېرو څو اوونيو کې ، د جنوبي افريقا د لويو سوداګريزو همکارانو اقتصادي فعاليتونه د پام وړ کم شوي. د تشخيص شوو قضيو له رامنځته کېدو سره سره ، د جنوبي افريقا صادرات به نور هم راټيټ شي او دغه هېواد ته به د سيلانيانو شمېر هم کم شي. دا به د جنوبي افريقا پر توليدي فعاليتونو، د تصديو پر پرمختګ او استخدام منفي اغېزه وکړي.

ولسمشر سيريل رامافوسا په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت به له تصديو سره د مرستې لپاره يو لړ غوره مالي پاليسۍ پلې کړي .هغه پر خلکو غږ وکړ چې د ساري ناروغۍ په اړه غلط معلومات خپاره نه کړي.نوموړي باور وښود چې جنوبي افريقا او نړيواله ټولنه د دې ناروغۍ د ماتولو توان لري.(اواز ۴)

موږ اړوند تجربه لرو ، موږ له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره سرچينې او لارې لرو ، موږ ملګري هم لرو ، ځيني هېوادونه او د روغتيا د نړيوال سازمان په شمول نور نړيوال سازمانونه به زموږ سره د دې ناروغۍ په مقابله کې برخه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای