CRI Online

په پاکستان کې د ناول کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 11:44:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د طب او روغتيا ارګان د مارچ په ۱۵مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په دغه هېواد کې د ناول کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ ۱۹ تنه تشخيص شوي، دغه راز پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه ۲ تنه له درملنې وروسته روغ او له روغتون څخه رخصت شوي دي.

د ملي طبي خدمتونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي مرستيال ظفر ميرزا په همدې ورځ په ټولنيزه رسنۍ کې په خپله پاڼه ليکلي چې په دغه هېواد کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ۵۲ پېښې رامنځته شوې، د دې ناروغۍ د تشخيص په برخه کې د هېواد توان پياوړی شوی او د هغو کسانو د موندنې او څارنې کارونه روان دي چې له ناروغانو سره تماس لرونکي پاتې شوي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په ټول هېواد کې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول تدبيرونه لوړ شوي چې له مخې به يې د ټولو ښوونيزو څانګو درسونه د اپريل تر ۵مې نېټې پورې وځنډيږي او د لويو غونډو او هنري فعاليتونو جوړونې باندې هم بنديز لګول شوی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای