د روغتيا نړيوال سازمان د تازه راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په ۱۴۳ هېوادونو او سيمو کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ۷۲۴۶۹ پېښې رامنځته شوې. بېلا بېلو هېوادونو د دې ناروغۍ ضد تدبيرونه نيولي دي.
د امريکا د فدرالي زيرمو کمېټې اعلان وکړ چې د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه د سود انډول صفر ته ټيټ شوی او د ۷۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت به نرم پولي پلان عملي شي.
د فرانسې په پاريس کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره د تر ټولو لوړې کچې تدبيرونه د پلي کېدو په حال کې دي چې د رستورانتونو او سينما په شمول (( نا لازم )) عامه ځايونه د حکومتي حکم له مخې بند شوي دي.
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل پريکړه کړې چې دغه هېواد به له فرانسې، اطريش او سويس سره سرحدات بند کړي.
د کوريا جمهوريت حکومت اعلان وکړ چې د دايګو او ګيونګسانګبوک دو اړوندې سيمې چې دې ناروغۍ سختې ځپلې دي، د ځانګړي ناورين ځپلو سيمو په توګه ټاکل شوې، مرکزي حکومت به له دغو سيمو سره مالي مرستې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |