د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان حکومت د مارچ په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۱۶مې نېټې څخه به په دغه هېواد کې نړيوالې هوايي کرښو الوتنې او ځمکنی نړيوال ترانسپورټ په لنډمهالي توګه بند او د اورګاډيو له لارې نړيوال ترانسپورټ به د مارچ له ۱۹مې نېټې څخه بند کړي، دا د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول د تدابيرو برخه ده.
د دغه هېواد صدراعظم عبدالله عارفوف په همدې ورځ د حکومت په يوه بېړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې په راتلونکو دريو اوونيو کې به د ټولو ښوونيزو څانګو درسونه وځنډول شي او د انوي کال د نمانځنې ټول فعاليتونه به لغوه شي. حکومت به هم په دې موده کې د توکو بيو د نامناسب لوړوالي د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه ونيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |