د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د منځنۍ اروپا پر وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په نورو هېوادونو کې د ناول کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۲۴۶۹ تنو ته رسېدلی چې دا رقم د وړمې ورځې په پرتله ۱۰۹۵۵ زيات شوی.
د امريکا د جانس هاپکينس پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د مارچ د ۱۵مې نېټې تر څوارلس نيمو بجو پورې په دغه هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر ۳۲۴۴ تنو ته رسېدلی او له امله يې ۶۲ تنه مړه شوي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |