CRI Online

په ايران کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ۱۲۰۹ تازه پېښې ثبت شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 12:02:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د طب او روغتيا ارګان د مارچ په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د همدې ورځې تر غرمې پورې په دغه هېواد کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ۱۲۰۹ پېښې زياتې شوې، دغه راز په دغه هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳۹۳۸ تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه ۷۲۴ تنه مړه شوي او د ۴۵۹۰ تنو درملنه شوې، روغ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.

د ښځو او کورونو د چارو په اړه د ايران د ولسمشر مرستياله معصومه ابتکار چې پخوا پر ناول کورونا ويروس اخته شوې، روغه شوې او د مارچ په ۱۴مه نېټه بېرته خپلې دندې ته ستنه شوې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای