CRI Online

د امريکا ځينې سياستوال ځان ته پر نورو باندې بې بنسټه نيوکو ته حق ورکوي، خو د نورو کسانو شکونه او اندېښنې نه مني؟

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 12:10:10

په دې وروستيو کې د نوي کرونا ويروس په اړه د امريکا د ولسي جرګې په يوه ناسته کې د دې جرګې غړي هارلي روډاپوښتنه وکړه چې په امريکا کې پر انفلوېنزا د ځېنو اخته شويو ناروغانو د مړينې ممکن رښتينی لامل د نوي کورونا ويروس دی؟ د امريکا د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز مدير روبرټ ريډفيلډ ځواب ورکړ چې دغه حالت په امريکا کې شتون لري.

ياد خبر د نوي کورونا ويروس د سرچينې په اړه پر امريکا د يو بل شک شاهدي بلل کيږي. په امريکا کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه د وروسته پاتې او کمزورتيا له امله پر امريکا شکونه مخ په زياتېدو دي.

د امريکا ځينې سياستوال له علمي څېړنو پرته د نورو هېوادونو د بدنامولو لپاره ځان ته حق ورکوي، خو پر ځپل ځان د نورو يوازې اندېښنو او شکونو ته اجازه نه ورکوي چې د دغو شکونو اصل د منطق او علمي بنسټ له مخې وړاندې کيږي. د امريکا دغه کړه وړه دوه ګونې معيارونه او زياتی دی. نو د روبټ ريډفيلډ د يادې څرګندونې له امله شک شته چې امريکا څومره کوښښ کوي چې پر چين يې بې اساسه تورونه لګولي دي، ايا امريکا غواړي د نړيوالې ټولنې پاملرنه چين ته واړوي او خپل مسئوليت چين ته متوجه کړي؟

له امريکا څخه هيله لرو چې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول د ښه تر سره کولو تر څنګ د علمي، مسلکي او عاقلانه اصولو په اساس له نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي، تر څو د دې ويروس سرچينه پيدا شي او نړۍ ته رښتيا څرګند شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای