CRI Online

د سوريې په ادليب کې د روسيې او ترکيې ګډه ګزمه د ترهګرو تحرکاتو سره مخ شول

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 12:25:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د روسيې او ترکيې عسکرو په همدې ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې د ادليب په ولايت کې د M4 سړک په اوږدو کې لومړۍ ګډه ګزمه وکړه چې د ګزمې لار د ترهګرو د تېر ايستنې په موخه لنډه شوې وه.

د روسيې د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روسيې او ترکيې ځواکونو په همدې ورځ په لومړي ځل په ادليب کې ګزمه وکړه او د ترهګرو لخوا ننګول شوي چې "د ترکيې تر کنټرول لاندې نه دي". ترهګر هڅه کوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي د يرغمل کړي او د "انساني ډال" په توګه يې وکاروي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای