د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د يمن حکومت د مارچ په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومتي ځواکونو او د حوثي وسله والو په همدې ورځ په حدېدې کې جګړه وکړه چې پکې د حوثې وسله والو ۶ کسان ووژل شول.
.د يمن حکومتي ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حوثي وسله والو په همدې ورځ په حدېدې کې د حکومتي ځواکونو پر هډې بريد وکړ او ورپسې د دواړو خواو تر منځ سخته جګړه ونښته چې په پايله کې حکومتي ځواکونو د حوثي وسله والو د بريد مخه ونيوله او ۶ وسله وال کسان يې ووژل. په ياده اعلاميه کې د حکومتي ځواکونو د مرګژوبلې معلومات نه دي ياد شوي او د حوثي وسله والو هم تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |