CRI Online

د مارچ په ۱۵ مه نېټه د چين په ستره برخه کې د ناول کرونا ويروس پر ساري ناروغۍ د نويو اخته شوو کسانو شمېر ۱۶ تنه و

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 14:37:13

د چين د روغتيا ملي کمېټې د خبر له مخې، د مارچ د ۱۵ مې نېټې له صفر بجې څخه تر څلورويشتو بجو پورې، د چين په ستره برخه کې د ناول کرونا ويروس له امله پر ساري ناروغۍ د نويو اخته شوو کسانو شمېر ۱۶ و، ۱۴ تنه مړه شوي او د نويو شکمنو کسانو شمېر ۴۱ تنه و. په همدې ورځ پر ناول کرونا ويروس ۸۳۸ تنه اخته ناروغانو درملنه بشپړه شوې روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.

د روانې مياشتې د ۱۵ مې نېټې له صفر بجې څخه تر څلورويشتو بجو پورې، د چين څخه بهر ۱۲ تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي او بيا چين ته د داخلېدلو په حال کې پيدا شوي. د همدې ورځې تر څلورويشتو بجو پورې د داسې اخته کسانو شمېر ۱۲۳ تنه و.

د روانې مياشتې د ۱۵ مې نېټې تر څلورويشتو بجو پورې د چين په ستره برخه کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو عمومي شمېر ۸۰۸۶۰ ته رسېدلی، اوسمهال ۱۳۴ شکمنې پېښې موجودې دي، ۶۷۷۴۹ تنه له دغې ناروغۍ څخه روغ شوي، ۳۲۱۳ تنه له دې امله مړه شوي او ۹۵۸۲ تنه له ناروغانو سره نژدې تماس لرونکي د طبي څارنې په حال کې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای