CRI Online

چين کې په انلاين ډول د استخدام د اعلانونو له لارې خلکو ته تر ۱۰۰زرو ډېرې دندې برابرې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-16 15:47:45

د چين مېډيا ګروپ په 央视频 (يانګ چي پين) نومي اپليکېشن کې د مارچ له دوهمې نېټې راهيسې نږدې ۲۵۰۰ تصديو په ان لاين ډول د استخدام لپاره اعلانونه خپاره کړي او خلکو ته يې تر ۱۰۰ زرو ډېرې دندې برابرې کړې دي.

په چين کې د کرونا ويروس له امله ډېرې تصدۍ د کارکوونکو له کموالي سره مخ شوې دي، د چين مېډيا ګروپ د تصديو د دغې ستونزې په کتو د مارچ په دوهمه نېټه په خپل اپليکېشن کې هغه خدمتونه برابر کړي چې له لارې يې تصدۍ په انلاين ډول د استخدام لپاره ناستې ترسره کولی شي څو زيات کارکوونکي راجذب کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای