د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د طب او روغتيا ارګان د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې د شمېرنې له مخې په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ۵۴ تازه پېښې ثبت شوې، دغه راز پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه د ۳ تنو اعلاج بشپړ او روغ شوي دي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.
يادې ۵۴ تازه پېښې د پاکستان په سند ايالت کې شوې چې زياتره ناروغان په دې وروستيو کې له ايران څخه راغلي دي. په دغه ايالت کې د دې ناروغۍ ۸۸ پېښې ثبت شوې چې دا شمېر د پاکستان د نورو ځايونو پر پرتله زيات دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |