د چين د دولتي شورا د ملي پانګو کمېټې د معلوماتو له مخې، د چين دولتي تصدۍ به په روان کال کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د منفي اغېزو د ليري کولو لپاره کوښښونه وکړي او ژمنه يې کړې ده چې ۲۴۶ بېوزلو ولسواليو ته به ۳ مليارډه ۲۰۱ مليونه يوانه مرستندويه پيسې ورکړي چې دا شمېر د تېر کال د ټاکلي پلان په پرتله ۶۹۲ مليونه يوانه زيات شوي.
د چين دولتي تصديو له ۲۰۱۵ کال راهيسې عموماً د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ۲۰ مليارډه او ۶۰۰ مليونه يوانه مرستندويه پيسې راټول کړې چې د دغو پيسو له لارې د بېوزلو سيمو پرمختګ چټک او د ځايي خلکو عايدات زيات شوي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |