CRI Online

شي جين پينګ د ايټاليا له صدراعظم ګيوسيپ کونټ سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 11:53:22

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۶مه نېټه د ايټاليا د صدراعظم ګيوسيپ کونټ په بلنه ورسره ټليفونې خبرې وکړې. شي جين پينګ په دغو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په چين کې د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول حالاتو تر څو مياشتنيو کوښښونو وروسته د پام وړ مثبت پرمختګ موندلی او پړاويزې اغېزمنې لاسته راوړنې مو تر لاسه کړې دي. د دې ترڅنګ د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختګ هم د ژر بيا اعاده کېدو په بهير کې دی. موږ به له دغه ويروس سره په مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره دواملرونکو کوښښونو ته دوام ورکړو، څو په دې برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو باورونه پياوړي شي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د ايټاليا له تدبيرونو څخه ټينګ ملاتړ کوي او پوره باور لري چې ايټاليا به په دغه مبارزه کې بريالی شي. چين به د ايټاليا د اړتياوو سره سم د طبي کارپوهانو لا زياتې ډلې او طبي مواد ورته وړاندې کړي.

صدراعظم ګيوسيپ کونټ په دغو خبرو کې وويل، چې د چين حکومت د جدي او اغيزمنو تدبيرونو په نيولو سره په خپل هېواد کې د دغه ويروس د خپرېدو مخه نيولې، دا د ايټاليا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو هڅونه کوي او ټولو هېوادونو ته يې تجربې برابرې کړې. ايټاليا په دې مناسبت چين ته مبارکي څرګندوي. دغه راز، ايټاليا له چين څخه ډېره مننه کوي چې په ستونزمن وخت کې له ايټاليا سره يې ډېرې ارزښتناکې مرستې وکړې. له دې څخه يو ځل بيا څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې دوستۍ شتون لري. زه د ايټاليا د حکومت او خلکو په استازيتوب له چين څخه نړۍ مننه څرګندوم. باور لرم چې د دغه ويروس تر له منځه وړلو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا ټينګې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای