CRI Online

يانګ جي چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 11:56:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کاري شورا د دفتر مدير يانګ جي چه د مارچ په ۱۶مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په بلنه ورسره ټليفونې خبرې وکړې.

يانګ جي چه په دغو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د نوي کرونا ويروس له رامنځته کېدو راهيسې، چين تل د خلاصې، شفافې او مسؤلانه رويې په غوره کولو سره پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان او د امريکا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره اړوند معلومات شريکوي او نړيوالې همکارۍ پياوړې کوي. دغه راز، چين هم د خپل توان په اندازه له ځېنو هېوادونو سره مرستې کړې دي او کوي يې. نړيواله ټولنه د چين د کوښښونو لوړه ستاينه کوي او په دې نظر ده چې د چينايانو هڅونو او کوښښونو په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره په ارزښتناک وخت کې ستر خدمتونه کړي دي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د امريکا ځېنې سياستوال د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين پر کوښښونو سترګې پټوي او چين بدناموي. د چين حکومت او خلک له دغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او د دې سخته غندنه کوي. امريکا دې سمدلاسه خپلې تېروتنې سمې کړي او پر چين دې له بې دليله نيوکو څخه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه چې نړيواله ټولنه دې له دغه ويروس سره د مبارزې لپاره نړيوالو همکاريو ته تر هر څه لومړيتوب ورکړي. چين له امريکا څخه غواړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او حتی د نړيوالو ګډو ګټو لپاره له چين او نړيوالې ټولنې سره لا نژدې همکارۍ وکړي، څو د ټولې نړۍ د عامې روغتيا د امنيت د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای