CRI Online

ايران: پر ايران باندې د امريکا بنديزونه له نوي کرونا ويروس سره په مبارزه کې خنډونه اچوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 11:56:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د مارچ په ۱۵مه نېټه د بېلا بېلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته په يو ليک کې ليکلي چې پر ايران باندې د امريکا ( اقتصادي ترهګرۍ) دې ختمې شي. پر ايران باندې د امريکا يواړخيز بنديزونه د درملو او طبي موادو د اخيستلو او بشري مرستو په برخو کې منفي اغيزې لري او له نوي کرونا ويروس سره په مبارزه کې خنډونه اچوي.

د ايران د ارنا اژانس د خبر له مخې، په دغه ليک کې راغلي چې که څه هم ايران د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې اغيزمن علمي توان او طبي سيستم لري، خو ياد بنديزونه له دغه ويروس سره په مبازره کې پر ايران منفي اغيزې لري. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې ياد ناقانونه بنديزونه پلي نه کړي. (غوټۍ)

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای