د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د طب او روغتيا ملي کمېټې د مارچ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د مارچ د ۱۶مې نېټې له صفر بجې څخه تر ۲۴ بجو پورې، د چين په لويه وچه کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۲۱ ، د نويو مړه شويو کسانو شمېر ۱۳ او د نويو شکمنو کسانو شمېر ۴۵ و. همدارنګه، له يادو نويو اخته شويو کسانو څخه ۲۰ کسان له بهرنيو هېوادونو څخه چين ته راغلي او تر همدې ورځې پورې له بهرنيو هېوادونو څخه چين ته د راغليو ناروغانو عمومي شمير ۱۴۳ و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |