CRI Online

د امريکا د سهامي بازارونو شاخصونه ډېر ټيټ شوي او ډونالډ ټرمپ ويلي چې د امريکا اقتصاد ښايي د په شا تګ په حال کې وي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 11:58:28

د امريکا د سهامي بازارونو شاخصونه د مارچ په ۱۶مه نېټه يو ځل بيا ډېر ټيټ شوي چې له دې جملې څخه د داو جونس شاخص د ټيټوالي انډول ٪۱۳ ته نژدې و چې دغه انډول په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه درلود. د امريکا درې سهامي بازارونه په همدې ورځ د تازه پرانيستلو په وخت کې د شاخصونو د ډېر ټيټوالي له امله فيوز شول. د امريکا سپينې ماڼۍ د همدې ورځې په ماسپښين په يوه خبري ناسته کې د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د حکومت لا جدي وړانديزونه خپاره کړل او له دې نه وروسته د سهامي بازارونو شاخصونه د چټک ټيټوالي په حال کې وو.

د معلوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ياده ناسته کې وويل، چې د امريکا اقتصاد ښايي د په شا تګ په حال کې وي. دا لومړی ځل و چې ډونالډ ټرمپ په امريکا کې د دغه ويروس د خپرېدو له امله شونې منفي پايلې ومنلې.

همدارنګه، په اسيا او ارام سمندر سيمې او اروپا کې د بېلا بېلو سهامي بازارونو شاخصونه هم د سخت ټيټوالي په حال کې و. د اومو نفتو د سپارښتنې دوو شاخصونه هم د سخت ټيټوالي په حال کې و. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای